د راستنېدونکو د وضعیت د ارزونې په موخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ تورخم ته سفر وکړ

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۴۹
_

د وري میاشتې په ۲۱ مه نیټه د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان هیواد څخه د جبري راستنېدونکو د وضعیت د ارزونې او د عمري لنډ مهالي میشت غالي د لیدنې او خدماتو د ارایه کولو په موخه سفر وکړ.
په یاد سفر کې له ښاغلي حنفي صیب سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا نجیب الله حیات حقاني، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند، د ننګرهار د کډوالو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن، د باختر خبري اژانس عمومي رییس ملا ضیاء الحق او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کووله.
ښاغلي حنفي د تورخم عمري کمپ کې د خپلې وینا پر مهال وویل: اسلامي امارت د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ دی او د ټولو راستنېدونکو افغانانو ته به د ژوند په ټولو برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د افغانانو ملکیتونو او شتمنیو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي.
د ښاغلي مرسیتیال په وینا د اسلامي امارت اړوند ادارې په تورخم کې ۲۴ ساعته د راستنېدونکو لپاره خدمات وړاندې کوي، تر څو راستنېدونکي له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته