د راستنېدونکو د ستونزو په تړاو د مهاجرت نړیوال سازمان د مرستیال او سرپرست سره غونډه وشوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۴
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د افغانستان لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان مرستیالې او سرپرستې اغلې ایزورا موتیا مسکن تیا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې، چې د وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو هم کډون درلود له ایران څخه د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو په تړاو بحث وشو
ښاغلي معین د مهاجرت نړیوال سازمان له همکارۍ مننه وکړه او ويې ویل: هره ورځ له ایران څخه ګڼ شمېر مهاجرین په جبري توګه ایستل کېږي، چې هغوی په بېلابېلو برخو، لکه خوړو، سرپناه او خپلو اصلي مېنو ته د لیږد په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې د یاد سازمان د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
اغلې تیا د وزارت له مشرتابه څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، د روان کال له پیل راهیسې موږ د مالي سرچینو له کمښت سره مخ یو، خو بیا هم موږ د نړیوالو همکارانو او مرستندویه بنسټونو په همغږۍ په سرحدونو کې د راستنېدونکو لپاره خپلې مرستې جاري ساتلې او د مرستو د زیاتولو په هڅه کې یو.
هغې وویل: موږ هڅه کوو، چې په خپل کار کې اغېزمن واوسو؛ څو د فعالیتونو دوه ګوني کېدل ونه شي او زموږ هڅې له کاري شریکانو سره دا دي، چې زموږ فعالیتونه لا پراخ شي او دا شمېر له مرسته کوونکو سره شریکوو، ترڅو هغوی د لا زیاتې مرستې لپاره ځانونه اماده کړي.
اغلې تیا زیاته کړه: یو شمېر مرسته کوونکي لیواله دي، چې د راستنېدونکو لپاره وروسته له دې، چې خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شي لا زیاتې مرستې او همکارۍ وکړي.
نوموړې وویل: دوی پلان لري، چې د هغو کسانو لپاره، چې په مسلکي او فني برخو کې پوهه ولري کاري فرصتونو او وړو سوداګریزو برنامو په برخه کې زمینه ورته برابره کړو او د ټولنې د غوښتنې پر بنسټ د روغتیايي مرکزونو، د پلونو او پلچکونو په جوړولو کې هم همکاري وکړو.
په پای کې، محترم راشد د انتقال، سرپناه او ادغام په برخو کې د مرستو په زیاتوالي ټینګار وکړ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته