د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسېدونې په موخه د کډوالو وزارت او CCCM تخنیکي ټیم تر منځ ګډه ناسته وشوه.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۴:۲۸
_

د تېرو ناستو په تعقیب خپلو سیمو ته د داخلې بې ځایه شویو د لېږد په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسیدنې رییس مولوي سردار شېرزاد او د CCCM استازي ونست تر منځ ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د مولوي شېرزاد او ونست سربېره د یاد وزارت د راستنېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر، د دې وزارت یو شمېر ریاستونو کارکوونکو، NRC او IOM استازو هم ګډون کړی وو، چې کندوز ته د ۱۱۱ لېږل شویو کورنیو ستونزو هواري او د هغوی لپاره د دایمي اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وشوې.
په دغه ناسته کې ښاغلي ونست وویل، چې دوی کندوز ته د لېږدول شویو کورنیو سروې بشپړه کړې او د دې لپاره یې یو سیستم هم جوړ کړی، چې په نږدې راتلونکې کې هغوی سره ژمنیو، د کور اړتیا وړ توکو او نغدي مرسته وکړي.
د ونست په خبره، غواړي چې خپلو سیمو ته د لېږل شویو لپاره پر داسې لارو چارو کار وکړي، څو هغوی بیا ځلې بې ځایه کېدو ته اړ نه شي او د ژوند اسانتیاوې په خپلو سیمو کې ورته برابرې شي.
نوموړي له ټولو مرستندویه هېوادونو وغوښتل، چې افغانانو سره خپلې مرستې ونه سپموي.
بل لورته مولوي سردار شېرزاد په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او پر کندوز سربېره یې په نورو ولایتونو کې د دغې پروسې د ژر پیل غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې مولوي شکرالله شاکر ډاډ ورکړ، چې دوی به د راستنو شویو سربېره د هغو داخلي بې ځایه شویو لپاره ځمکې هم ورکړي، چې سرپنا نه لري.
په اخیر کې پرېکړه وشوه، چې له کندوز وروسته به په لغمان کې خپلو اصلي سیمو ته د ۴۱۹ داخلي بې ځایه شویو کورنیو د لېږد پروسه پیل کړي، چې دا لړۍ به ټول هېواد ته وغځوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته