د ترکیې سفیر د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۲۰:۴۱
-

په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنګ اونال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې په ترکیه کې د مهاجرینو په ستونزو، د بندیانو په خلاصولو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې وشوې
ښاغلي اونال وویل: ترکیه له افغانستان سره ښې او ژورې اړیکې لري، په ترکیه کې د افغان دیپلوماتانو شتون او د هیأتونو تلل راتلل له افغانستان سره د ترکیې د ښه نیت څرګندونه کوي
نوموړي وویل: د ترکیې پولیسو لخوا د مهاجرینو سره د ناسم چلند راپورنه کم شوي او که کوم ځای کې شکایت موجود وي، هم مونږ به یې په اړه اقدامات وکړو
د مهاجرینو چارو وزیر نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته وویل، ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یوبل سره زیات مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي
ښاغلي حقاني وویل: دا چې ترکیه او افغانستان اسلامي هېوادونه دي، نو د مهاجرینو موضوع ته هم باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي، د غیر قانوني مهاجرینو قانوني کولو لپاره په کړنلاره کار وشي او افغانانو ته کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۳:۹
Background image

د فاریاب ښاروال د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن د فاریاب ولایت ښاروال ملا ګل احمد مبشر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې د راستنېدونکو او داخلي بې. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۹:۵۸
Background image

د ټولنیز خوندیتوب کلستر له مهاجرینو چارو وزارت سره ګډه ناسته وکړه

 
د ټولنیز خوندیتوب کلستر مسولینو د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ له رییس ښاغلي محمودالحق احدي سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د وزارت ځینو مرکزي مسولینو هم ګډون کړی و، چې. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۸:۴۶
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د مهاجرینو چارو له وزیر سره ولیدل

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير الحاج خليل الرحمن حقاني سره دده د. . .

بېرته خبرونه ته