د بريالي مياخېل په مشرۍ پلاوي له تورخم څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۲ - ۱۱:۱
د بريالي مياخېل په مشرۍ پلاوي له تورخم څخه ليدنه وکړه!

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو او څېړنو رئيس بريالي مياخېل په مشرۍ يو پلاوي د تورخم څخه لېدنه وکړه.

په دغه لېدنه کې په تورخم کې د مهاجرينو رياست اړوند امريت ټول مشکلات وارېدل شول او سپارښتنه وشوه, چې د تشنابونو ستونزې دې ژر حل شي او په هغه در وازه چې د افغانانو موټري پرې تګ راتګ کوي؛ د کډوالۍ نړيوال سازمان(IOM) اداره لخوا دې په اساسي ډول ورغول شي.

د دې ترڅنګ د دغې سفر په ترڅ کې د تورخم کميسارۍ له مرستیال سره هم ناسته ترسره وشوه.

په دغه ناسته کې د مسافرو په تګ راتګ او ستونزو تفصيلي خبرې وشوې او سپارښتنه وشوه چې د مسافرو لپاره لا نورې لازمې اسانتياوې هم رامنځته شي.

د ويلو ده چې د پخوا په په پرتله په دغه لار د مسافرو د تګ لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شوي او دمسافرو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۲۰:۲۰
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته ترسره شوه 

د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حق اني په مشرۍ ترسره شوه.

په پيل کې يوشمېر مرکزي رئيسانو د خپلو هغو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په تېرې ناستې کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۲:۱
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت چارواکو  او  (IOM) دفتر د استازو  ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د مهاجرينو چارو وزارت د دفتر رئيس، د څېړنې رئيس  او د مهارت نړيوال سازمان (IOM) د استازو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې په سرحدونو کې راستنېدونکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۰:۴۸
Background image

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل

د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال ښاغلي مارتین ګریفتس، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رمیز الکبروپ، د پاملرنې موسسې عمومي مشرې سوفیا سپریچمن، د سیف دی چلډرن موسسې مشرې جانتي سوریپتو، د. . .

بېرته خبرونه ته