د باميانو ولايت دکډوالو چارو آمريت خدماتي او اداري وضعيت وڅېړل شو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۰:۳۲
________________

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي د لړم په ۲۶مه باميانو ولايت ته په خپل سفر کې، باميانو ولايت کډوالو چارو آمريت ته ولاړ او ددې آمريت خدماتي او اداري وضيعت يې وڅېړه.

په هغه ناسته کې چې د باميانو ولايت دکډوالو چارو امريت کارکوونکو سره وشوه  د دوی ستونزوې او ننګونې د کوالو وزارت سرپرست وزير  واورېدې او ددې امريت له کارمندانو يې غوښتنه وکړه چې په خپلو کارونوکې لا رښتني  هڅې وکړي. نوموړي زياته کړه موږ د ټولنې ترټولو کمزري کشر سره سروکار لرو  او دا موضوع ايجابوي چې د وزارت ټول کارکوونکي بايد بېځايه شوو، راستنېدونکو او اړمنوکورنيوسره  په په رښتني توګه د انساني همدردۍ له مخې کار وکړي.

 

په دغه ناسته کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو استازو هم شتون درلود او د کار موندنې او کورجوړونې ستونزې يې د کډوالو چارو وزارت د سرپرست وزير سره شريکې کړې او دکاري زمينې برابرول يې د کډوالو دهڅونې لپاره ګټور وبلل.

ښاغلي اخلاقي وويل: تاسې له حکومت څخه څرګندې ژمنې لرئ، دځمکو دوېش لپاره زمينه برابره شوې او راتلونکي کال کې به د ولسمشرۍ ماڼۍ د نوي فرمان سره سم مستحقو کورنيوته د نمرو وېشلو پروسه پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته