د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانانو د ښه ژوند او راتلونکي لپاره هیلې ژوندۍ شوې دي

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۲۵
_

د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې په پرانیست غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني وویل: د بهرنیو یرغلونو له امله افغانان له ښه ژوند محروم او د راتلونکي لپاره یې هیلې وژل شوې وې، د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره یې دغه هیلې بیرته راژوندۍ شوي.
د مهاجرینو چارو وزیر د برېښنا شرکت له لوري دغه پروژه د ملت لپاره یو ښه زیری وباله او زیاته یې کړه، موږ باید د هېواد اوبه، سیندونه او نورې زیرمې په ښه توګه مدیریت او د هېواد د ښېرازۍ لپاره سالمه استفاده ترې وکړو.
نوموړي د بهرنیو شرکتونو ترڅنګ په بهر کې له مېشتو افغان پانګوالو او عامو مهاجرینو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه او خپلې پانګې هېواد ته راولېږدوي، چې د خپل هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې له ګاونډیو او نورو کوربه هېوادونو هم وغوښتل، چې د مهاجرينو له اجباري ویستلو لاس واخلي او پرېږدي، چې پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

په هلمند ولایت کي د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د لمړي فاز د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

د هلمند ولایت واشېر ولسوالۍ اړوند سیمه کي د کندهار هرات عمومي سړک ته څېرمه د مهاجرینو د ښارګوټي دلمړي فاز د جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ ګې کښېښودل شوه.
په دې مراسمو کي د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د عامي روغتیا وزارت له مرستیال مولوي عبدالولي حقاني سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو افغانانو ته د روغتیايي چوپړتیاوو پر څرنګوالي او امکاناتو خبرې وشوې ښاغلي حقاني په تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه، نیمروز او د. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۲۰:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبــیر د کور او ښار جوړولو وزارت د معین شیخ مدار علي بامیاني په مشرۍ د پروان د غوربند درۍ د یو شمېر مجاهدینو په ګډون له علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

په پيل کې شیخ مدار علي بامیاني له ولس سره، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام له مرستو او همکاریو مننه وکړه او له خلکو سره یې د اسلامي امارت د مشرانو لیدنې ګټورې وبللې.
. . .

بېرته خبرونه ته