د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۲:۲۹
_

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن او د افغانستان لپاره ددغه ټولنې سفیرې رافیلا یودیچه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د راستنو شویو مهاجرینو په پر ستونزو او اړتیاو خبرې وشوې او دا چې په ٢٠٢٤ تم کال کې ددوی ستونزو او مشکلاتو ته څنګه په ګډه رسیدګي وشي
ښاغلي نېکولسن په خپلو خبرو کې وویل: خوښ یو، چې له ٤٠ کاله جګړو وروسته په افغانستان کې سرتاسري امنیت راغلی او مونږ ددې ملاتړ کوو
نوموړي زیاته کړه، د مهاجرینو خپل هېواد ته راستنېدل، که څه هم ښه خبره ده، خو یوه ننګونه ده او مونږ د اسلامي امارت کړنې ستایو، چې تراوسه یې دغه ستونزه په ښه توګه مهار کړې ده
نوموړي ژمنه وکړه، چې د افغانانو غږ به په دوحه کې له خپلو شریکانو سره یو ځای په نړیواله کچه پورته کړي
د مهاجرینو چارو وزیر له ښه راغلاست وروسته وویل: نه یوازې په دې وروستيو کې په جبر راویستل شوي مهاجرین، بلکې ټول هغه دوه نیم میلیونه مهاجرین، چې په تېرو دوو کلونو کې هېواد ته راستانه شوي دي، سرپناه او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، د مهاجرینو چارو وزارت ددوی لپاره قوي پلانونه په نظر کې لري، خو مرستندویه هېوادونه هم باید زمونږ سره په همغږۍ او مناسب شکل سره په دې برخه کې مرستو ته دوام ورکړي ترڅو ددوی اساسي ستونزې حل شي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۲۰:۱
Background image

د قرآن کریم حفظ کول لوی فضیلت دی، خو اصل هدف د قرآن ترسیوري لاندې ژوند کول دي

د پکتیا مرکز ګردیز، په جامعه دارالعلوم عثمانیه کې د حافظانو په فراغت غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني اوویل: که څه هم د قرآن کریم حفظ کول. . .
جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۲۰:۱
Background image

جوزجان کې یو ښوونځی پرانیستل شو

په جوزجان ولایت کې د مهاجرینو او راستېندونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغه ولایت والي قاري ګل حیدر شفق په شتون کې یو ښوونځی پرانیستل شو.
دا ښوونځی د ملګرو. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۹
Background image

د د دایمي حللارو موندنې په موخه د کاري ډلګۍ د لایحې په اړه ناسته وشوه

د وزارت د دفتر رییس او اوس د مسلکي معینیت سرپرست مولوي محمد جان خدرخېل په مشرۍ او د پلان او پالیسۍ، د دایمي حللارو موندنې او د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته رسېدنې ریاستونو د رییسانو په. . .

بېرته خبرونه ته