دکډوالو چارو وزير د شمالي ولايتونو رئيسانو ته لارښوونه وکړه چې د روڼتيا په رامنځ  ته کولو کې لا زياتې هڅې وکړي

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۲:۲۱
بلخ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير په شمالي ولايتونوکې ددې وزارت  له  سيمه اييزو مسئولينو څخه د راپور اخيستنې په ناسته کې وغوښتل، چې د روڼتيا په رامنځ ته کولو کې دې  خپلې هڅې زياتې کړي.

دغه ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۳مه په بلخ ولايت کې ترسره شوه، چې پکې د بلخ، جوزجان، سمنګانو او سرپل ولايتونو رئيسانو د مالي کال د شپږو مياشتو راپور،  بېځايه شوو او  راستنېدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کول او تر لاس لاندې پروګرامونه د کډوالو چارو وزير ته وړاندې کړل.

دکډوالو چارو وزير د يادو ولايتونو د راپور اورېدلو پرمهال وويل، چې دکډوالو چارو وزارت په تېرو څلورو کلونو کې له ادارې فساد سره کاميابه مبارزه کړې، چې اوس له اداري فساد سره دمبارزې په برخه کې يوه مخکښه اداره ده. هغه په شمالي ولايتونوکې سيمه اييزو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې بېځايه شوو او راستنېدونکو د خدمتونو په برخه کې زياته روڼتيا په پام کې ونيسي.

همدارنګه  دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د سيمه اييزو ادارو مسئولينوته لارښونه وکړه، چې په فردي ډول دې د کورنيو وګړو ته په ادارو کې د ستونزو دحل زمينه برابره او دهغو عريضو په کړنو کې دې چې د څو کورنيو د يوه استازي له خوا راوړل کېږي د زيات دقت څخه دې پکې کار واخيستل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۱۹
Background image

د ترکیې سفارت د کورنیو چارو سلاکار د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ له رییس سره د پېژندګلوۍ ناسته وکړه.


 د ترکیې هېواد د کورنیو چارو سلاکار ښاغلي ظفر کیشي او په کابل کې د ترکیې سفارت دویم سکرتر ښاغلي امین اورحان دره لي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو زارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۵
Background image

د مهاجرت نړیوال سازمان نوې مشرې د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

د افغانستان لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان نوې مشرې آغلي "مي هیونګ پارک" د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې تعارفي ناسته وکړه
په. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د کندهار والي سره وکتل

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار ولایت له والي ملا شیرین سره وکتل.
 په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د کندهار ولايت د مهاجرينو. . .

بېرته خبرونه ته