دکډوالو چارو وزارت کې دکارکوونکو د ظرفيت لوړونې پروګرام دوهمه دوره پيل شوه
دا پروګرام په کنړ، لغمان،تخار او ميدان وردګو ولايتونوکې دکارکوونکو ظرفيت لوړونې لپاره چې ولايتي نوې ځای پرځای کېدنه پکې پلي کېږي جوړ شوی.
د ظرفيت لوړونې پروګرام دوېيمه دوره دتېرې دوشنبې په ورځ د وري په ۱۲مه د کډوالو چارو وزارت د يوشمېر سلاکارانو او رئيسانو په ګډون دولايتونو ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره پيل شوه.
د ولايتي نوې ځای پرځای کېدنې پروګرام د استوګنې،کار، دښاري او ټولنيزو خدمتونو ته د رسېدنې په موخه دکډوالو چارو وزارت او کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM ) له لورې په ټولو ولايتونو کې پلې کېږي. يادې ادارې دبېځايه شوو دوضعيت او اړتياوو اړند کره معلومات دکډوالو معلوماتي سيستم ( ديتاسنتر) چې په کډوالو چارو وزارت کې فعال دی اخلي.
تر اوسه پورې په ۲۵ ولايتونوکې دولايتي نوې ځای پرځای کېدنې ۲۵ کمېټې فعاله دي او دغه ولايتونه دکډوالۍ معلوماتي سيستم له مرکز سره وصل دي.