دکډوالو چارو سرپرست د مموزي ښارګوټي د ستونزو په ژر حل کېدو ټينګار وکړ

anwari_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۸:۵۳
سرپرست وزارت امور مهاجرین به رفع زود هنگام مشکلات شهرک مموزی تاکید کرد

د مموزي ښارګوټي ستونزو د بياکتنې لپاره په ملي شورا کې د ناستې وروسته بله ناسته د شنبې په ورځ د تلې په ۱۲مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې دهغو کډوالو د ستونزو د اورېدو په موخه جوړه شوې وه چې د ځمکې اخيستو حقدار پېژندل شوي و.

په دغه ناسته کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير نور رحمن اخلاقي، دملي شورا غړي حميد الله بيګ، د کابل والي محمد يعقوب حيدري، دښارجوړونې او ځمکو د اصلاح ادارې مرستيال ګل رحمن توتاخېل او دپلازمېنې زون پراختيا دفتر استازو شتون درلود.

 

کډوالو وزارت سرپرست په دغه ناسته کې وويل، ددې ښارګوټي دحل لپاره دهغه پخوانۍ ژمنې پر بنسټ، دکډوالو چارو وزارت دوه پلاوو د ننګونو کار پيل کړي، چې د ماموريت دوېش پر اساس هر يو په حقوقي برخه کې چې څنګه د ځمکې وېش د ولسمشر د فرمان، تخنيکي ننګونو اوپه دغه ښارګوټي کې د نمرو په وېش کې روڼتيا( شفافيت)  سره سم کار کوي.

په ورته وخت کې دکډوالو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رياست په دغه ناسته کې وړانديز وکړ؛هغه خلکو چې پيسي يې بانک کې تحويلي کړي او تعرفې په لاس کې لري د مخکني فرمان له مخې مستحق پېژندل شوي او پيسې يې دمخکني فرمان له مخې تحويل کړي د يوې ګډې کمېټې د وړاندې شوو غړو د کنسرسيوم له لورې  دې د ۳۰۵ ګڼه فرمان له مخې ورته  نمرې ووېشل شي.

په پای کې هوکړه وشوه، چې د ځمکې د وېش له پيل څخه دمخه د ښارجوړونې وزارت او دپلازمېنې زون پراختيايي دفتر تخنيکي ټيم بايد د کډوالو د ښارګوټو د اصلاح لپاره پلان نهايي کړي او همدارنګه د ښارجوړونې وزارت بايد ساحه وټاکي.

په ورته وخت کې د کابل والي دځمکو د غصب مسلې د حل لپاره د کابل امنيه قومندانۍ په مشرۍ د عملياتي کمېټې ګمارنې خبر ورکړ.

په کابل کې دکډوالو مموزي ښارګوټی په ۶۰۰ جريبه ځمکې کې د دوو زرو کورنيولپاره جوړ شوی و،چې ۵۰۰ کورنۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۴ ګڼه فرمان پر اساس مستحقې پېژندل شوي او اسنادونه يې طی مراحل کړي چې  تر اوسه يې ځمکې نه دي ترلاسه کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي پلاوي د وزارت مالي او اداري مرستیال سره وکتل

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د داخلي او بهرنیو مرستو د د تفتیش ریاست له ټاکل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.  
ښاغلي سفیر په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پنځلسمه اونیزه اداري ناسته د وزارت وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ، د مالي او اداري مرستیال، مرکزي رییسانو او آمرانو په شتون کې وشوه.
ناسته د. . .

بېرته خبرونه ته