دکابل په قره باغ ولسوالۍ کې راستنېدونکو ته د کډوالو وزارت له لوري يو ښوونځی پرانيستل شو

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۹:۱۵
___________

 د پرانيستې په دغه مراسموکې چې د کابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ د اکاخېلو په کلي کې ترسره شو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو معين شېرعلم امله وال، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) عملياتي مرستيالرئوف نازوو او د دواړو ادارو استازو شتون درلود.

 دغه ښوونځي د ملګرو متلونودکډوالو ادارې په مالي لګښت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته پرانيستل شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پرورګرامونو د پلي کېدو معين د پرانيستې په دغه مراسمو کې چې د غبرګولي په ۶مه ترسره شول د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې د همکاريو يې مننه او کړه د يادې ادارې څخه يې راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو دجوړېدو غوښتونکی شو ويې ويل: ديوې ټولنې بدلون په ښوونځيو ولاړ دی او اړتيا ته ده چې د افغانستان د اساسي تحول د بدلون لپاره د ښوونځيو جوړېدو او د راستنېدونکواو داخلي بېځايه شوو د نوي نسل ښوونې او روزنې ته ډېره پاملرنه وشي.

هغه دځايي خلکو نه هم غوښتنه وکړه چې دښوونځي د ساتلو او خپلو اولادونو لېږلو ته ډېره پاملرنه وکړي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره دهمکاريونه خوښي څرګنده کړه ژمنه يې وکړه چې په افغانستان کې د راستنېدونکو د بيايوځای کېدو په برخه کې به نور پلانونه پلي کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر دیدن نمود

الحاج مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان با هیأت همراهش از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر ديدن نمودند.
آقای راشد در این بازدید ضروریات. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .

بېرته خبرونه ته