دپناه غوښتونکو مرسياله: کډوال بايد د هېوادونو دسياسي او امنيتي مسايلو ښکار نه شي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۱۱:۵۰
داکتر عالمه

دبندي کډوالو دحقوقو څخه دملاتړ او دهغوی مديريت په اړه ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۹مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرسيتالې ډاکټرې عالمې په مشرۍ په ياد وزارت کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې دعدليې وزارت، لويې څارنوالۍ او د ولسمشرۍ ماڼۍ دچارو ادارې اسازو ګډون درلود، په پاکستان کې د بندي کډوالومديريت او رسېدنې پر څرنګوالي د جنايې محکومينو پېژندنه اوهغوی ته  دهېواد د سياسي نمايندګيو د لاس رسي په اړه بحث وشو.

دپناه غوښتونکو مرستيالې د بندي کډوالو دحقوقي ملاتړ او افغانستان ته دهغوی دلېږد په اړه په کوردننه دملي بنسټونو ترمنځ دهمغږۍ رامنځ ته کول مهم ياد کړل او ويې ويل، هغه افغان کډوال چې له سپکو جرمونو سره په زندانونو کې دي بايد د سياسي مسايلو ښکار نه شي.

هغې زياته کړه چې د بندي کډوالو ترمنځ د جلا والی رامنځ ته شي، هغه کسان چې د جنايي جرمونو له امله په زندانونو کې دي بايد د يو قانوني سند له مخې افغانستان ته را ولېږل شي ، بنديانوته د کډوالو چارو وزارت او د هېواد سياسي نمايندګو د لاس رسي کچه هم بايد زياته شي.

 په همدې حال کې د عدليې وزارت استازي معلومات ورکړل چې دې وزارت  له ايران ، تاجکستان، هند، ازبکستان او ترکيې سره بنديانو د انتقال په موخه هوکړه ليکونه لاسليک کړي، خو  له پاکستان سره تر اوسه داسې کوم قانوني سند شتون نه لري.

د جمهوري رياست د چارو ادارې استازي وويل، په تېرو دوه کلونو کې ۶۵۰ تنه چې په ايران کې بنديان وو هېواد ته رالېږل شوې، چې ټول يې په جنايي جرمونو محکوم و نه په اسخباراتي او امنيتي جومونو.

په ناسته کې هوکړه وشوه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ناسته کې دې غوښتنه وشي، چې پاکستان ته په خپل سفر کې ددې موضوع په اړه هم خبرې وکړي ، ددواړو هېوادونو ترمنځ دې قانوني هوکړه لاسليک شي او يوه تخنيکي کمېټه دې رامنځ ته شي ترڅو د سند په جوړولو کار وکړي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته