دپناه غوښتونکو مرستيالې د افغان کډوالو ستونزې په کابل کې د ايران د سفير مرستيال سره شريکې کړې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې په کابل کې د ايران د سفير مرستيال شهريار اموزګار سره ليدنه وکړه او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پروضعيت يې خبرې وکړې.
دې ناسته کې چې د زمري دمياشتې په ۲۵مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه دکډوالو چارو وزارت مرستيالې په ايران کې دکرونا دوهمې څپې پيل او له دې څخه د افغان کډوالوويره، د افغان کډوالو په زور سره ويستل، په ځينو کډوال ميشتو ځايونوکې د قرنتينونو غزېدل، دافغان کډوالو په کسب او کار د محدويتونو لګول، د اوسيدو دکارتونو په نوي کولو، پاسپورتونو او د ۴۵۰ زره کورنيو پاسپورتونو ويزې او په ايران کې د ميشتو افغانانو د هويت د تثبيت پروسه له هغه سره شريکه کړه.
دپناه غوښتونکو مرستيالې په ايران هېواد غږ وکړ، چې د کرونا وضعيت او په هېواد کې د ناامنيو له امله په ايران کې د افغان کډوالو د وضعيت په ښه ولي کې همکاري وکړي.
په کابل کې د ايران د سفير مرستيال ژمنه وکړه چې ټولې ستونزې او اندېښنې به د ايران حکومت سره شريکې کړي.
په پای کې د کډوالو د پېژندنې مرکزونو په اړه، ايراني لوري يادونه وکړه چې د نورو ځايونو سربېره په مشهد کې د افغان کډوالو د ثبت او پېژندنې لپاره يو لوی او مناسب ځای د افغانستان داحصايې او اطلاعاتو دفتر ته چمتوشوی. هغه يادونه وکړه چې د پېژندنې ټيم ويزه صادرشوې او داټيم کولای شي خپل کار پيل کړي.