دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ريېسې د کډوالو چارو د سرپرست وزير سره  ليدنه وکړه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۹:۵۰
123

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  (UNHCR)رئيسې دچهارشنبې د تېرې چهارشنبې په ورځ دوږي په ۲۶مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير نور حمن اخلاقي سره  د پېژندنې ليدنه وکړه او ددې وزارت سره يې دکډوالو او راستنېدونکو د مديريت په برخه کې ژمنه وکړه.

په دغه ليدنه کې ميرمن ون بيورن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير ته مبارکي وويله او ټينکار يې وکړ،چې دغه وزارت دکډوالو او راستنېدونکو سره دخپلو کړو ژمنو په برخه کې دملګرو ملتونو سره  يو له مهمو او کليدي وزارتونو څخه دی.

نوموړې د ملګرو ملتونو ادارې په اړه دکډوالو سرپرست او نوماند وزير ته معلومات ورکړل او هغه ته يې بلنه وکړه چې په راتلونکې اکتوبر مياشت کې په دريو مهموناستو کې ګډون وکړي او په دغه ناسته کې يې د ښاغلي اخلاقي ګډون مهم وباله.

 

د کډوالو او راستنېدونکوچارو نوماند او سرپرست وزير په افغانستان کې د دملګرو متلونو دکډوالو ادارې (UNHCR) د پلانونو څخه هرکلی وکړ او مننه يې وکړه چې د وزارت دموخو او د بېځايه شوو او راستنېدونکو دحقونو ترلاسه کولو لپاره ګډ کار کوي او په راتلونکو ناستوکې د ګډون لپاره يې خپل چمتوالی اعلان کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې له هاجر او تیری دیس هومز موسسو سره د ۵۸۷ زره او ۴۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل او بلخ کې ۱۳ زره او ۴۸۹ تنو راستنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او راپور ورکولو ورکشاپ ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي رییسانو، امرینو او مدیرانو ته د کنفرانسونو په تالار کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت لسګونه کارمندان د مدیریتي ښوونیزو برنامو فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د مهاجرینو چارو وزارت ۵۳ تنه کارمندان د ارتباطاتو مدیریت، اداري مراسلاتو، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر اساساتو او ایمیل ښوونیزو برنامو تر بشپړولو وروسته، چې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت. . .

بېرته خبرونه ته