دملک سلمان بن عبدالعزيز موسسه ۲۰ زره بېځايه شوو او راستنوشوو کورنيوسره مرسته کوي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۱۱:۱۷
دملک سلمان بن عبدالعزيز موسسه ۲۰ زره بېځايه شوو او راستنوشوو کورنيوسره مرسته کوي

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ټولنيزوچارو سلاکار حيات الله صباوون د ملک سلمان موسسې د رسنيو او عامه اړيکو دبرخې له رئيس عبدالله نادرسره د تېرې چهارشنبې په ورځ د وري په ۱۴مه دکډولو چارو وزارت کې وليدل او د روژې په مياشتې کې په ۵ ولايتونوکې ۲۰ زره بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره دمرستو دوېش پرسره  خبرې اترې وکړې. 

دغه مرستې چې خوراکي مواد پکې شامل دي لګښت يې  ( ۹۳۶۰۰۰ ) امريکايي ډالره کېږي په کابل ولايت کې ۵ زره تنو ته، په ننګرهار کې ۴۵۰۰ تنو ته، په کندهارکې ۴۰۰۰ تنوته، بلخ کې ۳۰۰۰ او په هرات ولايت کې ۳۵۰۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيوته به د روژې په مياشت کې ووېشل شي.

همدارنګه د يادې موسسې استازي ژمنه وکړه،چې د ياد وزارت روغتيايي مرکز به د وسايلو او ضرورتونو سره جوړ کړي.  

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته