دالمان دبېځایه شوو دبیایوځای کېدوهمکارې ادارې رییس سره دکډوالو وزیر خبرې

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۲۳:۵۹
__________________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمن اخلاقي دالمان دبېځایه شوو دبیایوځای کېدو (GIZ)همکارې ادارې رییس سره دغبرګولي په ٢٠مه په کډوالو وزارت کې لیدنه وکړه او دبېځایه کېدو اړوند مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

ښاغلي اخلاقي بېځایه کېدل د غیر منظمې کډوالۍ اساس وباله او زیاته یې کړه چې د ناقانونه کډوالۍ کنټرول لپاره ، د داخلي بېځایه کېدنې شمېر باید لومړی راکم شي او دوی ته باید په سمه توګه پاملرنه وشي.

هغه په ​​هېواد کې د داخلي بېځایه شوو او بېرته راستنیدونکو ته د مرستې په ورکولو کې د GIZ دفتر د کار ستاینه وکړه او له دفتر څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د دې وزارت سره په تخنیکي مسلو کې ملګرتیا وکړي ترڅو د همغږۍ او اغیزمن اقداماتو ترسره کولو لپاره د دواړو خواو غوره چمتو کړي. بشری خدمتونه

سربېره پردې ، ښاغلي اخلاقي د تثبت دترح او ملاتړ پلان" د تطبیقي میکانیزم کار اعلان کړ او زیاته یې کړه چې بېځایه شوو او راستنېدونکو ته د مرستې په برخه کې د ټولو بنسټونو د نظرونو شریکول د بډاینې او اغیزمنتوب لپاره مهم دي.

په ورته وخت کې د آلمان د همکارۍ ادارې د پروګرام رییس د داخلي بېځایه شوو د تثبیت دترح او ملاتړ پلان جامع وباله او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان حکومت او د کډوالو چارو وزارت کاري لومړیتوبونه به په پام کې ونیسي او د کډوالو وزارت سره به خپل پلانونه همغږي کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ښاغلی ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس ښاغلی عرفات جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې ښاغلي ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې د شاوخوا ۴ میلیونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د ډنمارک کډوالو ټولنې سره د ۳میلیونه ۹۲۶ زره او ۳۹۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه پیسې به په کابل، غزني، میدان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۳۷
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر ښاغلي تورهان صالح سره وکتل.
په دغې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته