جوزجان کې یو ښوونځی پرانیستل شو

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۲۰:۱
_
په جوزجان ولایت کې د مهاجرینو او راستېندونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغه ولایت والي قاري ګل حیدر شفق په شتون کې یو ښوونځی پرانیستل شو.
دا ښوونځی د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۲۳ میلیونه افغانیو په مالي مرسته د وحید ضیا شرکت له لوري د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په کشکک کې په وسایلو سنبال جوړ شوی دی.
د وزارت مسلکي مرستیال وویل: د اسلامي امارت په راتګ ډېرې پروژې پرانیستل شوې، دولت او ملت یو ځای کار کوي، چې پروژې پرمختللې شي او افغانستان پرمختللی کړي.
د جوزجان والي هم د دې پروژې په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او دا یې د هېواد د ټیکاو او ابادۍ پر لور یو مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته