تېره مياشت په ټول هېوادکې ۷۳۶۵ کورنۍ بېځايه شوي دي
تېره مياشت د تلې د لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په ټول هېواد کې ۷۳۶۵ کورنۍ دخپلو اصلي سيموڅخه بېځايه شوي دي.
ددې جملې څخه ۵۳۸ بېځايه شوې کورنۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو بېرته خپلو اصلي سيموته ستنې شوي دي.
په روان کال کې د ټولو بېځايه شوو کورنيو شمېر ۵۲۳۷۶ ته رسيږي،چې د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ د تلې په مياشت کې ۸۵۹۲ په شاوخواکې کورنيوسره مرستې شوي دي.