بلخ کې اړمنو کورنيو ته د نغدي مرستو دوېش لړۍ د کډوالو وزير په شتون کې پيل شوه
په بلخ ولايت کې به ۱۰۰۰ راستنېدونکي او اړمنې کورنۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نغدي مرستو د پوښښ لاندې ونيول شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير نور الرحمن اخلاقي او د بلخ ولايت مرستيال والي غلام فاروق خپلواک له لورې د بلخ ولايت راستنېدونکو او اړمنو کورنيو ته بانکي اوزيرونه ورکړل شو چې په دې سره په بلخ ولايت کې ذکر شوو کورنيو ته د نغد مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
دغو کورنيو ته دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بوديجې له لورې ۱۵۰۰۰ افغانۍ وېشل کېږي او راستنېدونکي او اړمنې کورنۍ به خپلې پيسې د بانکي له لارې د مرکزي بانک څخه ترلاسه کوي.
د بلخ ولايت د ولايتي شورا استازي، مدني ټولنو، رسنيو او دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې رياست استازي به دبېړنۍ کمېټې د غړو په توګه د مرستو دوېش څارنه کوي.
د ويلو ده چې دنغدي مرستو د وېش د پيل په موخه د برنامو په څنډو کې د بلخ ولايت د کډوالو چارو رياست د غونډو تالار د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي او د بلخ ولايت مرستيال والي غلام فاروق خپلواک له لورې پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.