الحاج خلیل الرحمن حقاني د یو پلاوي په مشرۍ سرپل ولایت ته سفر وکړ

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۰/۹/۱۹ - ۹:۴۹
Morr

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پلاوی دلیندۍ په (١٨) مه چې مشري یې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني کوله سرپل ولایت ته په سفر تللی اود دې ولایت درهبرۍ، والي، ولایت مقام مرستیال،سپین ګیرو ،دیني عالمانو،بېلابېلو قومونو او د راستنېدونکو اوبېځايه شوو داستازو سره لیدنې کړي.

د ګډونوالو په استازیتوب دولایت مرستیال، دوه تنو دیني عالمانواو امنیه قومندان دکډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیرڅخه مننه وکړه چې دې ولایت ته یې سفر وکړ او دراستنېدونکو اوبېځايه شووستونزې اوننګونې یې دنږدې وڅارلې.

ښاغلي حقاني ددې ولایت د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او د دوی څخه یې مننه وکړه چې په سختو حالاتوکې یې د دښمن پر وړاندې خپلې سینې سپر کړې وې او دهېواد دخپلواکۍ لپاره په میړانه او زړورتیا جنګېدلي.

هغه ټولو اداروته لارښونه وکړه چې راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او مستحقو اړمنو کورنیو ته دې په وخت رسیدګي وشي ، په همدې تړاو یې د دې امریت ټولو کارمندانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې د مرکز په سطح به د داخلې بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.

همدارنګه دسرپل ولایت دوالي،کډوالو چارو امریت او دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلاوي په شتون کې چې مشري یې د کډوالو وزارت وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني کوله(٢٥٠) کورنیو ته دکډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) له لورې (١٨٠٠٠) افغانۍ، درې درې کمپلې او یوه یوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مقام د دفتر رییس د چین سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په کابل کې د چین هېواد سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار ښاغلي ماچنګوانګ او د اقتصادي او تجارتي څانګې درېیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

له څلورو همکارو موسساتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې. . .

بېرته خبرونه ته