الحاج خليل الرحمن حقاني د يو پلاوي په مشرۍ لوګر ته سفر وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۹:۵۰
الحاج خليل الرحمن حقاني د يو پلاوي په مشرۍ لوګر ته سفر وکړه
 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني پنجشنبه د مرغومي په (٢٣) مه د پناه غوښتونکو مرستیال قاري محمود شاه او ورسره مل پلاوي په مشرۍ لوګر ولايت ته سفر وکړه او په دغه ولایت کې یې د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو، اړمنو اومستحقو کورنیو ستونزې او ننګونې واورېدې.
ښاغلي حقاني د دغه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه، په دغه ولایت کې یې (٢٠٠) اړمنو اومستحقو کورنیو ته مرسته ووېشله او ټولو کارکوونکوته یې سپارښتنه وکړه ویې ویل، د مرکزي ادارې سره په ګډه همغږۍ اوهمکارۍ هڅه وکړۍ،چې د لرې پرتو سيمو اړمنو اومستحقو کورنیو ته رسیدګي وکړﺉ او مرستې په شفاف او عادلانه ډول ورسوئ.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په دغه سفر کې د لوګر ولايت د والي سره لیدنه وکړه او د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو ستونزو ته د لاسرسي په اړه یې خبرې وکړې.
الحاج خليل الرحمن حقاني د يو پلاوي په مشرۍ لوګر ته سفر وکړه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۷ - ۸:۳۷
Background image

کابل کې سلګونو اړمنوبېځايه شوو ميرمنو سره مرسته وشوه

د پاکستان د الخدمت خیریه بنسټ له لورې د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (۱۰۰۰) اړمنو بېځايه شوو میرمنو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادو. . .
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۱:۵
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت له لورې د هيواد لسو ولايتونو ته د بشري مرستې وليږل شوې

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۹:۵۰
Background image

الحاج خليل الرحمن حقاني د يو پلاوي په مشرۍ لوګر ته سفر وکړه

 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني پنجشنبه د مرغومي په (٢٣) مه د پناه غوښتونکو مرستیال قاري محمود شاه او ورسره مل پلاوي په مشرۍ لوګر ولايت ته سفر. . .

بېرته خبرونه ته