افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست د مهاجرینو وزیر د شهادت په اړه تسلیت ووایه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۰:۱۷
په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت چارسمبالي علي رضا بيکدلي د مهاجرينو د چارو د وزارت مسلکي مرستیال ته په یوه پيغام کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په شهادت خواشيني څرګنده کړه او د نوموړي په پیغام کې داسې راغلي دي:
د افغان مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال محترم مولوی صاحب عبدالرحمن راشد!
زه تاسو او ستاسو همکارانو ته د هغې وروستۍ تروریستۍ پېښې له امله چې د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست حاجي خلیل الرحمن حقاني او نورو همکارانو خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ، د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هېواد وو، چې پر مهاجرینو وزیر ترورستي برید یې وغانده او د افغانانو لپاره یې د یو اباد او سرلوړي افغانستان هیله څرګندوي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول همکارۍ دریغ ونه کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د مهاجرینو وزارت چارسمبالی او مسلکي معین: اسلامي امارت کې دنده یو مسوولیت دی

د مهاجرینو وزارت چارسمبالي او مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د وزارت کنفرانس خونه کې د دې وزارت رییسانو او امرینو تر منځ د همغږۍ په پار جوړې شوې ناستې ته وینا وکړه.
ښاغلي راشد د. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۲۰:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د همکارۍ څلور تړونونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خطرونو او کړکیچ کمولو، د ټولنیزې هوساینې او د لارښودنې لار ، له جګړې د اغیزمنو ماشومانو لپاره د کاناډايي او د ناروې د مهاجرینو شورا او موسساتو. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۵
Background image

دایکندي کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو ویش لړۍ پیل شوه

دایکندي ولایت کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون له لوري د مهاجرینو او راستنو شویو لپاره د ځمکو د ویش لړۍ پیل شوه.
د ځمکو دغه برنامه د ویش لړۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري. . .

بېرته خبرونه ته