اروپايي ټولنه د مهاجرينو چارو وزارت سره  خپلې همکارۍ او مرستې زياتوي

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۲۰:۶
_

        دغه خبره د اروپايي ټولنې شارژ دافيرې ميرمن رافيلايوديچه د مهاجرينو چارو وزارت له وزير الحاج خليل الرحمن حقاني سره په ليدنه کې وکړه.
د اروپايي ټولنې ژار دافيرې  او د دغې ادارې د بشري مرستو مسؤل ښاغلي پوپوسکي د راستنېدونکو او بېځايه شوو په برخه کې د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او ويې ويل، دغه وزارت  ته د دوی راتګ د مرستو د دوام او زياتوالي په برخه کې د اروپايي ټولنې د ژمنتيااو له دغه وزارت سره د همکارۍ نښه ده او موږ ډاډ ورکوو،چې افغانان به يوازې نه پرېږدو.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو مسؤل ښاغلي پوپوسکي له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د وېستلو د پلان په اړه وويل، چې له دې ناستې وروسته د پاکستاني چارواکو سره د همدې موضوع د خبرو په موخه پاکستان هېواد ته لاړ شي.
        هغه زياته کړه چې د افغان مهاجرينو د ويستلو موضوع يوه مهمه موضوع ده او ژمنه کوم، چې دا مسئله به د جينوا په ناسته کې مطرح کوم.
د مهاجرينو چارو وزير د يادې ټولنې له همکاريو څخه مننه وکړه ويې ويل، چې د ادارو د لګښتونو څرنګوالی ته بايد جدي کتنه وشي، ځکه د اکثرو ادارو ادارې لګښتونه د هغو مرستو په پرتله زيات دي، چې د دوی له لارې وېشل کېږي اود پروژې  ادارې لګښتونه  بايد له ۳۰ سلنو څخه زياد نه شي.
ښاغلي حقاني د راستنېدونکو، زلزله ځپلو او د ژمي په رارسېدو سره د روغتيايي کڅوړو او د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو د د کميت او کيفيت د زياتوالي او همدارنګه د هغه موقتي استوګنځايونو د جوړولو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي امارت له خوا د راستنېدونکو له پاره  په پام کې نيول شوي دي.
   د اروپايي ټولنې شارژ دافیر او د بشري مرستو مسؤل وويل، چې اروپايي ټولنې د هرات ولايت له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره ۳ نيم ميلونه يورو اعلان کړی او په نږدې راتلونکي کې به يې د لګښتونو څرنګوالی د مهاجرينو چارو له وزارت  سره شريک کړي.
هغه زياته کړ د اورپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړيوال سازمان او د مهاجرينو چارو وزارت  په ګډې ناستې کې اړتيا ده، چې د شته ستونزو، مستحقينو ته د لاسرسي او د مرستو دوېش د څرنګوالي په اړه هر اړخيزې خبرې وشي او راتلونکې اوونۍ به ګډه ناسته ترسره کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پاکستان کې د افغان کډوالو چارو د اتشو له مسوولینو سره وکتل.

په پاکستان کې د کډوالو چارو د اتشو استازو او مسوولینو په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په هکله راپور له محترم وزیر سره شریک کړ او په پاکستان کې یې د کډوالو په برخه. . .

جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۸ - ۲۰:۴۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل.

د پکتیکا دغه قومي مخور چې دا مهال په خوست کې مېشت دي، د لسګونه بیځایه شوو او له بهر څخه د راستنو شوو کورنیو په استازولۍ یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د مهاجرینو چارو له محترم وزیر سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د. . .

بېرته خبرونه ته