په سمنگان کې لسګونو راستنېدونکو کډوالو ته د کار وسایل ووېشل شول

د غوایي میاشتې په ۲۹ مه نیټه په سمنگان ولایت کې ۸۰ تنه راستنېدونکو کډوالو (۲۳ نارینه او ۵۷ ښځینه) ته، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د څلورو میاشتو لپاره په بېلابېلو مسلکي پروګرامونو کې یې روزنه تر لاسه کړې وه د کاري وسایلو د توکو بستې پرې ووېشل شوې.
دغه پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ودې او خودکفایۍ په موخه د همکارو بنسټونو له لوري تر سره شوی دی.