په جوزجان ولایت کې سلګونو کسانو د کار وسایل ترلاسه کړل

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۲۱ مه نیټه په جوزجان ولایت کې ۴۸۳ راستنېدونکو کسانو او دسیمې اړمنو خلکو ته د کار وسایل ووېشل شول.
یاد شوي کسان له دې وړاندې په فیض آباد، خانقاه او شبرغان ښار او ولسوالیو کې سروې او پېژندل شوي وو، چې د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د کار وسایل (بیل، کلنګ، واسکټ، دستکش او خولۍ) یې ترلاسه کړل.
دا مرستې د درېیو میاشتو لپاره د پیسو په بدل کې د کار په نوم ورکړل شوې دي او د دې پروژې موخه راستنېدونکو او محلي خلکو ته د کار زمینه برابرول دي. د میاشتې په پای کې به هر کس ته ۵ زره او ۹۰۰ افغانۍ هم ورکول کېږي.