د لغمان ولایت په لنډ مهالي میشت غالي کې د بریښنا اسانتیا برابره شوه

د غوایي میاشتې په ۱۰ مه نیټه هغو کورنيو ته، چې له پاکستانه په جبري توګه لغمان ولایت ته راستنېږي او په لنډ مهالي میشت غالي کې ځای پر ځای کېږي د بریښنا اسانتیاوې ورته برابرې شوې.
د دغه میشت غالي د بریښنا اسانتیاوې د ولایتي کمېټې په وړاندیز، چې مشري یې د لغمان د کډوالو رییس کوي او د دغه ولایت د والي شیخ شیر احمد حقاني د حکم پر اساس چمتو شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د بریښنا د لیږد، لین او نور اړین تجهیزات د لغمان د بریښنا ریاست له خوا ورته برابر شوي دي.