په کندوز کې د نوو راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو لپاره د ودانیزو شرکتونو سره ناسته ترسره شوه

sadam_morr
_
د وري میاشتې په ۳۰ مه نیټه د کندوز ولایت مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن صهیب په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو، د صنعت او سوداګرۍ ریاستونو او ودانیزو شرکتونو د مسؤولینو په ګډون ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د نوو راستنېدونکو کډوالو اړتیاوو ته د رسېدو او همکارۍ په اړه بحث وشو. مرستیال والي وویل، د کندوز ښار په کچه د کډوالو چارو تنظیم او سهولتونو برابرولو لپاره کمېټه جوړه شوې، چې له اصنافو او شتمنو څخه مرستې راټولوي. د ودانیزو شرکتونو مسؤولینو د کډوالو لپاره د مرستو ژمنه وکړه او د مرستو اندازه یې هم څرګنده کړه.