سمنګان کې د دایمي مېشتېدنې او د راستنو شویو لپاره د ځمکو ویش کمېسیون ناسته وکړه
سمنګان ولایت کې د دایمي مېشتېدنې کمېسیون او د راستنو شویو لپاره د ځمکو ویش کمېسیون د سلواغې په ۱۶ مه نېټه د کور او ښار جوړولو ریاست کې ناسته وشوه.
په پورتنۍ غونډه کې له سرحدونو رد شویو کورنیو او راستنو شویو د نوملړ په اړه چې د دې ولایت سره تړاو لري، د ګټه اخیستونکو د پېژندنې څرنګوالی؛ د کمیسیون له لوري د صادر شوي فرمان د ټولو جزییاتو د تطبیق، د ولسوالیو پر اساس د ځمکو د ویش د پړاوونو لپاره د مستحقو کورنیو د ورتګ او په دې کار کې د ولسوالانو د همکارۍ په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.