کابل کې له زرو زیاتو کسانو سره مرسته وشوه
کابل کې تېره ورځ له یو زره ۴۱۵ اړمنو کسانو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاد کسان له دې وړاندې د ښار په ۱۷ مه ناحیه کې د کډوالو ریاست له لوري د همکارو موسسو سره په همغږۍ پېژندل شوي و.
هر کس ته د کډوالو وزارت د همکارې موسسې له لوري ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او یو بسته د تغذیې کڅوړه ورکړ شوه.