د کندز ولایت د مهاجرینو چارو رییس د بې ځایه شویو کورنیو ستونزې وڅیړلې

د کندز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالولي محمدي د چهاردرې ولسوالۍ له ولسوال قاري نعمت الله صلاح الدین سره په ګډه د دلو میاشتې په ۶مه نېټه د هغه بې ځایه شویو کورنیو ستونزې وڅېړلې چې خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.
یادې کورنۍ چې څه وخت وړاندې له کابل ښار څخه، چهاردرې ولسوالۍ کې خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوې وې، خپلې اساسي ستونزې چې د خیمو، سرپناه، خوراکي توکو، جامو، د ژمي د سوند توکو، د پخلنځي وسایلو او څښاک اوبو نشتوالی وو، له دوی سره شریکې کړې.
د کندز د مهاجرینو چارو ریېس دوی ته ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو د حل، مرستو او همکارو بنسټونو له لارې به په راتلونکي کې لازم اقدامات ترسره کړي.