په لغمان ولایت کې له ۱۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره نغدي مرسته شوې

sadam_morr
-
د مرغومي/جدیې په ۱۴مه لغمان ولایت کې په ۱۸۸ کورنیو نغدي مرسته وېشل شوې.
یادې کورنۍ راستنېدونکې، بې ځایه شوې او اړمنې وې چې مخکې د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري اړمنې پېژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته د دغه وزارت د همکار بنسټ له لوري ۱۱ زره افغانۍ وېشل شوې دي.