کندوز کې تر ۲۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
د کندوز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په هلو ځلو او د کنسرن موسسې په مالي همکارۍ دغه ولایت کې د لېندۍ پر شلمه نېټه ۲۷۵ راستنو شویو کورنیو ته د کور د کرایې او د خوراکي توکو د اخیستو په موخه په درې برخو کې ۱۱ زره ۳۳۰، ۵ زره ۱۵۰ او ۹ زره افغانۍ ورکړل شوې.