بغلان کې يو لومړنی ښوونځى ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د مصلحت تپې په سیمه کې د سولې په ښارګوټي کې یو لومړني ښوونځي د لړم پر نهه ویشتمه د دغه ولایت د والي او سیمه ییزو چارواکو او د همکارو بنسټونو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني خپلې عالمانه او ارزښتمنې خبرې او لارښوونې وکړې، ورپسې د بغلان د مهاجرینو چارو رییس الحاج ابراهیم عمري د دې ښوونځي د جوړونې په اړه لنډ معلومات ورکړل.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي د دغه لومړني ښوونځي د جوړېدو د پروژې د جزياتو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د مهاجرينو ښارګوټي اوسېدونکو د بغلان د مهاجرينو رياست فعاليتونه، لاسته راوړنې او خدمتونه د ستاينې وړ وبلل او د ښوونځي په جوړېدو يې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه ښارګوټي او ګاونډو کلیو د اوسېدونکو يوه تر ټولو مهمه اړتيا وه.