کندز کې د راستنو شویو لپاره د ځمکو د ویش کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه

sadam_morr
-

د امیرالمومنین له فرمان سره سم تېره ورځ په کندز ولایت کې د راستنو شویو لپاره د ځمکو ویش کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د مهاجرینو، کرنې او مالدارۍ، ښاروالۍ کندز، د کلیو پراختیا، چاپیریال ساتنې، سندیزې حوزې او کدستر  او د استخباراتو ریاستونو استازو ګډون کړی و، د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد رمضان کلیم په مشرۍ جوړه شوې وه.

د کندز ولایت مهاجرینو رییس یاد فرمان ولوست او وروسته بیا د راستنېدنې او مېشتېدنې امر د مهاجرینو ښارګوټو او ستونزو په اړه له ناستې سره معلومات شریک کړل او پرېکړه وشوه، چې د طرزالعمل د لا ښه پلې کېدو په موخه به د کندز له والي سره د همغږۍ ناسته کوي، دغه ټیم به د ښارګوټو څخه له نږدې لیدنه کوي، شته ستونزې به له نږدې ګوري او په اړه به یې لازم تدابیر ونیسي او د راتلونکي لپاره به د همغږۍ په موخه د واټساپ ګروپ جوړوي.