د بدخشان ګومارل شوې ولایتي کمېټې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د ځانګړي کېدا او وېش لومړنۍ ناسته وکړه

sadam_morr
-

د بدخشان ولایت ګومارل شوې ولایتي کمېټې د دغه ولایت د کور او ښارجوړونې په ریاست کې د لړم پر دولسمه د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د تثبیت، تشخیص او وېش د کړنلارې برابر د ځمکې د وېش لومړنۍ ناسته وکړه.

د دغه ولایت د کور او ښارجوړونې او د ولایتي پلاوي رییس مولوي ولي الله الهي د عالیقدر امیرالمومنین فرمان د ناستې ګډونوالو ته واوراوه، د ولایتي پلاوي مسولیتونه او وړتیاوې تشریح شوې او له ټاکل شویو معیارونو سره سم د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو لپاره ځمکه هم روښانه شوه.

د ناستې د ګډونوالو د نظرونو تر شریکولو وروسته په دې اړه پرېکړه وشوه، چې ټاکل شوی پلاوی په کړنلار کې له پورته معیارونو سره د مناسبې ځمکې د تثبیت، تشخیص او اخیستو لپاره د مرکز فيض اباد حوزې په ګډون کشم، بهارک، جرم او اشکاشم ولسواليو ته چې په نسبي ډول د جغرافيې، اقلیم او د استوګنې د نورو اسانتياو له پلوه مناسبې او د شرایطو د یوې برخې وړ دي، سفر وکړ او خپل معلومات يې د ولایت له مقام سره شريک کړل.