فراه کې ۴۶ کورنیو سره مرسته وشوه
فراه کې د تلې په ۱۷ مه نېټه له ۴۶ بې ځایه شویو کورنیو، ګونډو ښځو، معلولینو او زیانمنو کسانو سره نغدي مرسته شوه.
یادې کورنۍ چې د مهاجرینو ریاست له لوري له وړاندې پېژندل شوې وې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ ته ۱۷ زره ۷۵۰ افغانۍ او یوې کورنۍ ته ۲۱ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.