د لغمان ولایت د مهاجرینو رییس، په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مسوولینو سره ولیدل.

sadam_morr
-

د لغمان ولایت مهاجرینو رییس مولوي غلام رحمن بلال، په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د مصوونیت او برنامو له مسوولینو سره د تلې په ۱۷ مه نېټه په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د ټولنیز مرکز په اړه چې د یاد سازمان له لوري د داخلي بې ځایه شویو او راستنو شویو ځوانانو لپاره جوړ شوی و، بحث او خبرې وشوې.

په ختیځ زون کې د دغې کمېشنرۍ مسوولینو د مهاجرینو ریاست له همکاریو مننه وکړه او په تېر کال کې د بشپړو شویو پراختیايي او غیرې پراختیايي پروژو په اړه له مهاجرینو رییس سره معلومات شریک کړل.

ښاغلي رییس لغمان ولایت ته د دوی له سفر مننه وکړه، د راستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو ستونزې یې له دوی سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د لا همکارۍ غوښتنه وکړه.