بادغیس کې شپږو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
په بادغیس ولایت کې د وږي پر یویشتمه له ۶ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنيو کې هغه بې ځايه شوي او راستانه شوي شامل وو، چې مخکې د مهاجرینو ریاست له خوا د دغه ولايت په مرکز کې اړمن پيژندل شوي وو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري له لوري په دريو برخو کې ٤٨ زره ٥٤٠، ٢٤ زره ٢٧٠ او ١٧ زره ٧٥٠ افغانۍ د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ورکړل شوې