پکتیکا کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په پکتیکا ولایت کې پرون د وږي اومه پر ۶۰۰ راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.
دا مرسته د کپو موسسې له لوري شوې وه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې تر پېژندلو وروسته ورکړل شوه.
دغه راز د مسولینو له خوا د دغو کڅوړو د کارولو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شو. ترلاسه کوونکو کورنيو له دې مرستې خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې دغه روغتيايي کڅوړې ستونزې کموي او د روغتیا او پاکوالي په برخه کې اړینې دي.