ننګرهار کې ۳۳۳ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (UNHCR، DACCAR) موسسو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۳۳ بېځايه شوو کورنيوسره د غيرې خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله له بېلا بېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې دي د تېرې چهار شنبې په ورځ د چنګاښ په ۵مه هرې کورنۍ سره د UNHCRموسسې له لورې لمريزې برېښنا يوې تختې، ۲ بطرۍ او ۲ باد پکي او د DACCAR موسسې له لورې ۱۳۳ کورنيو سره د روغتيايي موادو مرسته وشوه.