جوزجان کې څه باندې سلو کورنيو سره مرسته وشوه
په جوزجان ولایت کې د چنګاښ پر یو دیرشمه له ۱۱۶ کورنیو سره د روغتیايي کڅوړو او نغدي پیسو مرسته وشوه.
په دغو کورنیو کې د ځانګړو اړتیاوو کسان شامل وو، چې مخکې اړمن پېژندل شوي وو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ ته په بېلابېلو برخو کې ۴۸ زره او ۵۴۰ ، ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ زره او ۲۷۰ او ۱۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په څارنه ووېشل شوې.