څه باندې زر تنه افغان مهاجرین له ایران څخه راستانه شول

sadam_morr
په ايران کې مېشت یو زر او ۴۱۸ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر اتمه د نیمروز ولایت د ابریشم له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د نیمروز ولایت د ابریشم بندر د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۶۷۴تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
۲۲ کورنیو سره له کړنلارې سره سم مرسته وشوه، ۱۱۲تنو ته یو یو سیمکارت ووېشل شو او ۱۱۳ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.