تر ۳۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۳۶۲ افغان مهاجرین پرون د غویي میاشتې ۲۳مه د تورخم او سپین بولدک له لارې پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۴۷ کورنۍ، چې ۲۵۸ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۴۱ کورنۍ، چې ۱۱۴ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.