خبرتیا

sadam_morr

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان میاشتې له یویشتمې نېټې څخه چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د کب میاشتې له دیارلسمې نیټې سره برابره ده؛ د افغان مهاجرینو له ونډې څخه د حاجیانو نوملیکنې بهیر پیل کړي.

هغه هېوادوال چې له ایران او پاکستان پرته په نورو اروپايي او امریکايي هېوادونو کې مېشت دي او د سږکال د حج په پروسه کې د برخې اخیستو غوښتونکي دي؛ خبر ورکول کېږي، چې د وزارت له وېبپاڼې څخه دې ذکر شوې فورمه ترلاسه او ډکه کړي او د پېژندپاڼې له کاپي، پاسپورټ او د کډوالۍ له نورو اسنادو سره دې په دغه ایمیل ادرس (PVR@morr.gov.af) راولېږي.

د اړتیا په صورت کې له لاندې شمېرې سره اړیکه نیولی شي: ۰۷۶۴۷۴۵۲۶۷

علاقه مندان کولای شي، چې د بیت الله شریف حج د فریضې فورم له لاندې لینک څخه ترلاسه کړي.

 

 د فورم ډانلوډ