فارياب کې ۲۰۰ تنو ته د وړيو اوبدلو وسايل ووېشل شول
د فارياب ولايت د مهاجرينو رياست د ليندۍ په ۲۲ مه ۲۰۰ بېځايه شوو مېرمنو ته د وړيو اوبدلو د وسايلو د وېش خبر ورکړ.
يادې مېرمنې له وړاندې د دې ولايت د مهاجرينو چارو ادارې د استازو له لوري سروې شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته ور ته سولر، د وړيو اوبدلو ماشين، بېټرۍ او کنټرولر دياد ولايت د مهاجرينو ادارې تر څار لاندې و وېشل شول.