بلخ کې لسګونه کورنيو سره مرستې وشوې
د بلخ ولايت د مهاجرينو رياست د ليندۍ په۲۲ مه له ۸۰ اجباري راستنېدونکو کورنيو سره د نغدي ، خوراکي او غير خوراکي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې له وړاندې د دې ولايت د مهاجرينو د ادارې له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې ۱۱ راستنېدونکو کورنيو ته ۴ قلمه خوراکي توکي، د ژمني پوښاک کڅوړه او ۳ زره افغانۍ د دې ولايت د بېړنيو پېښو د کمېټې له لوري او ۶۹ بېځايه شوو کورنيو ته ۲۰ زره او ۴۷۰ افغانۍ د ناروې د کډوالو شورا له لوري د ياد ولايت د مهاجرينو رياست تر څار لاندې ووېشل شوې.