د پاکستان څخه له ۵ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک او د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې له پاکستان څخه د لړم په ۲۲ مه ۵ زره او ۶۴۰ تن افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ ۷۴۶ کورنۍ، چې ۴ زره او ۸۵ تنه کېږي او ۸ تنه نور ازاد شوي افغانانان له دې لارې هېواد ته په جبري توګه راستانه شوي او د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
همدارنګه د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ ۲۹۴ کورنۍ، چې يو زرو او ۵۵۵ تنه اجباري راستنېدونکي کېږي د تورخم له لارې پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي.
سرچينې زياتوي، چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته د نورو مرستوو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.