په سرپل ولایت کې له ۶۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د وږي په ۲۷مه د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري ۵۳ بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ د بېلابېلو سیمو اوسیدونکې وې، چې د مهاجرینو چارو ریاست سروې او د هرې 11 کورنیو له پاره د سرپناه د جوړولو په موخه د مرستې دویم قسط په توګه ۹۸ زره افغانۍ، 35 کورنیو ته هرې یوې ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ او ۱۳ نورو کورنیو ته ۲۷۵۰۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خواه ووېشل شوې.
د يادونې وړ ده، چې د ياد شويو مرستو لومړى قسط تر دې وړاندې هم پر يادو کورنيو وېشل شوى و.