د پاکستان له زندانونو څخه د آزاد شوو مهاجر په ګډون له ۴۰۰ زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
له پاکستان څخه د وږي په ۲۶مه ۴۷۰ تنه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې۶۰ کورنۍ، چې۳۸۵ تنه کېږي په خپله خوښه او ۸۵ تنه نور له بند څخه آزاد شوي افغانان وو، چې په جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، چې د ثبت او راجستر وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول او يو شمېر راستنېدونکي چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د سلامت شبکې له لوري يې وړيا درمنله وشوه او همدارنګه د ناروې د مهاجرينو ټولنې له لوري ور ته حقوقي مشورې وکړل شوې او هر کس ته يوه يوه خوراکي کڅوړه هم ووېشل شوه